د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي په افغانستان کې د دوی دوه مامورین لادرکه شوي دي. یاد وزارت د یکشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا دوه کسان په ننګرهار ولايت کې د جون د شپاړسمې نېټې راهيسې غيب دي.
د خبرپاڼې ترمخه دا کسان جلال اباد کې د پاکستاني کونسليټ کارکوونکي وو. دوی له افغانستان څخه پر سړک پاکستان ته د تلو پر مهال ترۍ تم شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي په دې اړه يې افغان چارواکو سره خبرې کړې دي او هغوی ورته ويلي چې د دوی د مامورینو د موندلو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.
پاکستاني لوری وايي افغان چارواکو ورته ډاډګېرنه ورکړېده چې د ورکو پاکستاني کارکونکیو د موندلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي او په دې اړه یې یوه کومیټي هم ټاکلې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي هم مشال راډیو سره د خبرو پر مهال دا پېښه تایید کړه او ویې ویل چې پاکستاني مامورین تورخم ته نږدې د افغانستان په خاوره کې لادرکه شوي دي. نوموړی وايي د ننګرهار چارواکي د ورکو پاکستاني مامورینو په لټون بوخت دي.