د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په تهران کې بریدونه ایرانيو وګړیو کړي'


د ایران یوه امنيتي چارواکي په پنجشنبه وویل، په تهران کې د چارشنبې ورځې خونړي بریدونه د دغه هېواد خپلو وګړیو ترسره کړي دي چې له اسلامي دولت ډلې (داعش) سره یوځای شوي ول.

د ایران شرق ورځباڼې دغه خبره د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا یوه چارواکي رضا سیف الهي له خولې را-اخېستي دي چې له یوه ایراني ټېلیویژن سره یې کړې وې.

سیف الهي د برید کوونکو هویت څرګند نه کړ خو دومره یې وویل چې هغوی د ایران د ځینو سیمو اوسیدونکي و چې له داعش سره یوځای شوي وو.

د ایران په مرکز تهران کې پر پارلمان او د امام خمیني پر زیارت په دوو حملو کې چې مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخېستی د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ تنو ته رسېدلی دی.

په دغو حملو کې ۴۰ تنه ټپیان شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک او یو شمېر لوړپوړو چارواکیو بیا په چارشنبه د دغو بریدونو ملامتي پر سعودي عرب او امریکا واچوله.

دا لومړی ځل دی چې داعش په ایران کې د یوې لویې حملې مسولیت پر غاړه اخلي. تهران د دغې دلې پرضد په عراق او سوریه کې د جنګېدونکیو ملېشه ډلو ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG