د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلامي فرهنګ سازمان د کابل چاودنه وغندله


د اسلامي فرهنګ او اړیکو سازمان د افغانستان په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د روژې په څېر مبارکې میاشت کې د بې ګناه انسانانو وژل په عصري نړۍ کې د جاهلانواو د انسانیت د دښمنانو کار دی.

دې سازمان په کابل کې د چارشنبې د ورځې چاودنه په شدت غندلې او د افغانستان خلکو ته یې د صبر غوښتنه کړې ده.

د دې سازمان په خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې راغلي چې د مسلمانانو پر خاوره د تشد خپرول د اسلامي اصولو خلاف او شیطاني کار دی.

په کابل کې د چارشنبې په ورځ په درنه چاودنه کې لږ تر لږه۸۰ تنه ووژل او۴۶۰ تنه ټپیان شوو.

د اسلامي فرهنګ او اړیکو سازمان د ایران د فرهنګ او اسلامي ښوونې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG