د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باړه او تیرا کې له اغېزمن شویو کورنیو سره مرستې وشوې


د خیبر انتظامیه وايي، په باړې او تیرا کې یې څه د پاسه ۳،۵۰۰ ړنګو یا اغېزمنو کورونو مالکانو ته تاوانونه ورکړي دي.

پولېټېکل اېجنټ خالد محمود د پنجشبنې په ورځ د تاوانونو ورکولو تر مراسمو وروسته مشال راډیو ته وویل، دوی د سروې د پړاو له بشپړېدو سره سم، له یو ارب څخه زیاتې روپۍ وېشلې دي او دا چې سروې لا هم دوام لري.

د خیبر اوسېدونکو پر انتظامیې غږ وکړ چې په عملیاتو او ناامنیو کې د تاواني شویو کورونو د سروې کولو بهیر ګړندی کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG