د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د حزب اسلامي مشر غړی وژل شوی


په پېښور کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان اسلامي حزب يو مشر غړی وژل شوی دی.

ځايي پوليسو ورځ مشال راډيو ته وويل چې حاجي نقيب احمد فريد نن (سېشنبه) سهار وختي په پشتخره کې له جوماته د کور پر لور روان و چې نامعلومه موټر سايکل سپرو وسله والو ډزې پر وکړې او ځای پر ځای يې وواژه.

حاجي فريد د ګلبدين حکمتيار پخوانی منشي (سېکرېتر) هم و. د دې بريدونو مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG