د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي ولسمشر جمي کارټر سلاکار زبیګنییف بریزنسکي مړ شو


زبیګنییف بریزنسکي
زبیګنییف بریزنسکي

لکه د هنري کسنجر هغه یو داسې پوهاند وو چې په نړیوالو چارو يي ډیر اغیز پریښې دی

د ایران د بحران او پر افغانستان د شوري اتحاد د یرغل پر وخت د امریکا د ولسمشر جمي کارټر د قامي امنیت سلاکار زبیګنییف بریزنسکي د ۸۹ کاله په عمر کې مړ شوی دی.

په ۱۹۷۰مه لسیزه کې بریزینسکي په ایران کې د امریکايي سفارت د عملې د یرغمال کیدو او پر افغانستان د روسي یرغل پر وخت د امریکا د ولسمشر سلاکار وو او په دغه دواړو تاریخي پیښو کې يي مهم کردار لوبولی وو.

لکه د هنري کسنجر هغه یو داسې پوهاند وو چې په نړیوالو چارو يي ډیر اغیز پریښې دی. بریزینسکي په وارسا کې زیږیدلې وو او په کینیډا او امریکا کې يي زده کړې وې.

په ۱۹۷۹ کې چې کله په ایران کې د امریکا پر سفارت خانه برید وشو ، امریکايي سفارتکاران یرغمل کړل شو او په دغه اړه د مذاکراتو څه نتیجه رابرسیره نه شوه نو هغه د پینټاګون په مرسته د پوځي عملیاتو په ضرورت زور ورکاوه.

ولسمشر جیمي کارټر هم ورسره رضا شو خو مشن ناکامه شو چې په نتیجه کې يي کارټر د دویم ځل لپاره انتخابات وبایلل.

کله چې شوروي ځواکونو په افغانستان یرغل وکړو نو بریزینسکي د افغان یاغیانو ته د وسله ورکولو پلوي کوله چې په نتیجه کې ورته روسیانو د امریکا او روس تر مینځ جنګ نه کولو د ژمنې دښمن وباله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG