افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنې په ورځ په سعودي عرب کې د امریکا او اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړ.
په یکشنبه د افغان ولسمشر له دفتر ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني د دې سرمشریزې په پای کې د نړی له نورو مشرانو سره د ترهګرۍ پرضد مبارزې یو مرکز پرانستنه وکړه.
دا مرکز د سعودي عرب لخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د معلوماتو او تجربو د شریکولو په مقصد جوړ شوی دی.
د ریاض په سرمشریزه کې د نړۍ په سطحه د ترهګرۍ ګواښونو او د سختدریځۍ پر وړاندې په مبارزه کې د سنجیده همکارۍ په اړه خبرې او بحثونه وشول.