د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ سبا سعودي عرب ته ځي


امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د سعودي دفاع وزير محمد بن سلمان السعود
امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د سعودي دفاع وزير محمد بن سلمان السعود

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سبا په خپل لومړني بهرني سفر سعودي عرب ته ځي.

د ولسمشر اداره هیله منه ده چې د نوموړي سعودي عرب، اسراییل، اېټالیې، واټېکان او برسلز ته سفر به د امریکا له مهمو ملګرو هېوادونو او په ځانګړي ډول د منځني ختیځ له هغو سره د ټرمپ تعلقات مضبوط کړي. خو د ټرمپ د سفر موضوع د امریکا د پلټنو فېډرالي ادارې (اېف بي ای) مشر جېمز کومي له دندې څخه لرې کولو تر اغېز لاندې راوستې ځکه چې کومي په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیو چارواکو او د ټرمپ د ملګرو د رابطو د پلټنو مشري کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG