د لاسرسي ځای

تازه خبر

ثریا: د مشال خان د وژنې وروسته پوهنتون ته نه یم تللې


د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زدکوونکي مشال خان خويندو له حکومته د امنيت ورکولو غوښتنه کړې ده.

ثریا اقبال نن(پنجشنبه) مشال راډیو ته وويل، د مشال خان تر وژنې وروسته دا او خور يې سکول او پوهنتون ته نه دي تللې.

مشال خان د اپريل په ۱۳ مه قهرجنو بلوه ګرو د مذهب سپکاوي په تورپه وهلو ټکلو او وروسته په ډزو وژلی وو. خو پوليسو ویلي، هغه د مذهب سپکاوی نه وو کړی.

پوليس زياتوي د مشال خان د وژنې په تړاو يې ۵۳ مشکوکه کسان نيولي او د هغه د وژنې مقدمه دا وخت په سپريم کورټ کې روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG