د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال د علم او پوهې خورولو مبارزه به پر مخ وړو. د مشال خان خور


د مشال د علم او پوهې خورولو مبارزه به پر مخ وړو. د مشال خان خور
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00

د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زدکوونکي مشال خان خويندو له حکومته د امنيت ورکولو غوښتنه کړې ده. ثُریا اقبال د زيارت په ورځ مشال راډیو ته وويل، د مشال خان تر وژنې وروسته دا او خور يې سکول او پوهنتون ته نه دې تللې. مشال خان د اپريل په ۱۳ مه نېټه قهرجنو بلوه ګرو د مذهب سپکاوي په تورپه وهلو ټکلو او وروسته په ډزو وژلی وو. خو پوليسو ویلي، هغه د مذهب سپکاوی نه وو کړی. پوليس زياتوي، د مشال خان د وژنې په تړاو يې ۵۳ مشکوکه کسان نيولي او د هغه د وژنې مقدمه يې داوخت په سپريم کورټ کې روانه ده. عبدالحي کاکړ د مشال خان له خور ثُريا اقبال څخه د مرکې په سر کې د هغې او خويندو د امنيتي اندېښنې په اړه پوښتنه کړې ده؟

XS
SM
MD
LG