د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشال وژنه: پوليسو سپريم کورټ کې تحقيقاتي رپورټ جمع کړی


د مشال خان قاتلينو ته د سزا ورکولو لپاره په پاکستان او افغانستان کې مظاهرې شوې دي
د مشال خان قاتلينو ته د سزا ورکولو لپاره په پاکستان او افغانستان کې مظاهرې شوې دي

د مردان عبدالولي خان پوهنتون وژل شوي زده کونکي مشال خان په کېس کې د خيبر پښتونخوا پوليسو نن (ګل یا دوشنبه) د تحقيقاتي ډلې لومړنی رپورټ په سپريم کورټ کې جمع کړی دی.

د تيرې جمعې په ورځ په سپريم کورټ د دې کېس اورېدنه وه خو د پوليسو لخوا رپورټ په وخت نه جمع کېدو له وجې دغه اورېدنه د مئ تر ۱۷ نېټې پورې وځنډول شوه.

د رپورټ په اړه د مردان د پوليسو مشر عالم شينواري مشال رېډيو ته ووېل چې خپل تحقيقات يې سپريم کورټ ته لېږلي دي. د هغه په وينا په دې رپورټ کې راغلي چې د مشال خان وژنې په کېس کې ککړ د پوهنتون انتظاميې په ګډون ۴۹ کسان تر دې دمه نيول شوي دي. هغه زياته کړه چې دوی لا هم د مرکزي ملزم په لټه کې دي: ((د مرکزي ملزم عارف خان په شمول دوه کسان اشتهاري ګرځول شوي او له ملک څخه په وتلو يې بندېز لګول شوی دی.))

ويډيو: د مشال خان خور: مشال خان به تل د زغم او انسانیت خبره کوله

'مشال خان به تل د زغم او انسانیت خبره کوله'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:53 0:00

بل پلو د مشال خان د کيس وکيل سليم ايډوکيټ مشال رېډيو ته ووېل چې د رپورټ جمع کېدو پس ورته د سپريم کورټ لخوا د کېس اورېدنې نېټه نه ده ورکړې شوې خو د مخکيني مهالويش مطابق کيدای شي دا اورېدنه د مئ مياشتې په ۱۷ تاريخ وشي. د مشال خان پلار محمد اقبال د تېرې شنبې يا خالي په ورځ مشال ريډيو ته ويلي وو چې ځيني خلک نه غواړي د هغه زوی قاتلينو ته دې سزا ورکړل شي نو ځکه خو په دې کيس کې عدالتي اوريدنې ځنډيږي.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون زده کونکی، مشال خان د تېر اپرېل په ديارلسمه نېټه خپلو پوهنتوالو، د مذهب سپکاوي په تور وواژه. پوليسو ويلي چې پر هغه لګيدلي تورونه بې ځايه دي. پر دې مسله د پاکستان دننه د مني ټولنو فعالانو مظاهرې وکړي او لاهم له حکومته غواړي چې قاتلينو ته دې سزا ورکړل شي.

ويډيو: د مشال خان وژونکیو ته د سزا غوښتنه

د مشال خان وژونکیو ته د سزا غوښتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00

XS
SM
MD
LG