د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم نوازشریف دې واک پرېږدي : عمران خان


د پاکستان انصاف ګوند مشر عمران خان د وزیر اعظم نوازشریف نه یو ځل بیا غوښتنه کړی ده چې استعفا ورکړي.

تیره ورځ په اسلام اباد کې یوې احتجاجي مظاهرې ته د وینا په وخت نوموړي زیاته کړه چې سپریم کورټ د ښاغلي شریف او د هغه د کورنۍ پر ضد د درغلۍ د تورونو په اړه د نورو پلټنو حکم ورکړی نو له دې کبله باید نوازشریف واک پریږدي.

دغه مظاهره د انصاف ګوند د مشر عمران خان په وینا وروستو له هغې راوبلل شوه کله چې څو ورځې وړاندی د پاکستان سپريم کورټ د پانامه اسنادو په اړه په خپله پریکړه کې د وزیراعظم نوازشریف او د هغه د کورنۍ پر ضد د نورو پلټنو لپاره د یوې شریکې پلټنې جوړولو حکم ورکړو.

نواز شريف ويلي که د درغلۍ تورونه پري ثابت شي نو د خپلې څوکۍ نه به مستعفي شي .

XS
SM
MD
LG