د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښار اړوند سیمه کې موټر بم برید شوی


نن د دوشنبې ماسپښین یوه بجه د خوست ښار اړوند ختیځ لوري ته د کاروان سرای په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې موټر بم برید شوی دی.

د یادې چاودنې غږ تر ډېرو لیرې پرتو سیمو واوریدل شو.

سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا کلابند شوې او چاته اجازنه نه ورکول کیږي، چې د پيښې ځای ته نږدې ورشي.

یاده سیمه د هوايي میدان په نوم یادیږي، پدې کې د امریکايي ځواکونو پوځي اډه هم موجوده ده.

عموماً د پیښو پر مهال ولایتي قواوې د پيښې ساحه د امنیتي پوښښ لاندې نیسي او تر څو چې د دوی پلټنې بشپړې نشي، تر هغه پرې عامو خلکو ته د تګ او راتګ اجازه نه ورکوي.

په دې مسیر د خوست ځاځي میدان، تریزيو، صبریو، باک او لکڼو ته غځیدلی سړک پروت دی او د یادو سیمو ګاډي پرې تګ او راتګ کوي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رييس ډاکټر ګل محمدالدین محمدي مشال راډیو ته وویل، چې تر اوسه یوه ټپې شوې دوولس کلنه جینۍد پيښې نږدې سیمې څخه د ښار کمکي معالجوي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG