په پېښور کې د افغان کډوالو د عالي شورا مشر بریالی میاخېل وايي، د تورخم پولې بندیدو سره په پېښور کې د پاسپورټ په دفتر کې ګڼ شمیر افغانان د ویزو اخیستو لپاره په قطارونو کې ولاړ وي او له یو شمیر مشکلاتو سره مخ دي.
بریالي میاخیلمشال راډيو ته وویل چې د دواړو هېوادونو ولسي او اقتصادي زیانونو ته په کتو سره باید د تورخم لاره ژر تر ژره خلاصه کړل شي.
بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا پاسپورټ محکمې مشر ته هدایات ورکړي دي چې د صوبي په نورو پاسپورټ دفترونو کې دې افغان کډوالو ته له پاکستانه د وتلو او دویزو مودې غځولو لپاره انتظامات برابر کړي.