د لاسرسي ځای

تازه خبر

په صوابې کې پوځ په عملياتو کې ۱۰ وسله وال وژلي دي


د صوابې پوليس چارواکي وايي بېګا شپه پوځ د استخباراتي معلوماتو پر بنياد په خپلو عملياتو کې د صوابۍ په باجا سيمه کې ۱۰ تنهوسله وال وژلې دي

له مشال راډیو سره په خبرو کې پولیس مشر صهيب اشرف وويل چې د وسله والو مړي يې د صوابۍ روغتون ته وړې دي او لا تر اوسه پکې د هېڅ يو وسله وال پيژندنه نه ده شوې.

تر د دې يو ورځ وړاندې د ای اېس پي آر په وينا د صوابۍ په ملک آباد سيمه کې د پوځ په عملياتو پنځه وسله وال وژل شوي ول او د وسله والو په ځوابي ډزو د پوځ يو کېپټن او يو سپاهي هم وژل شوی وو.

په فېبرورۍ کې پاکستان پوځ د وسله والو پرضد په ټول ملک کې رد الفساد عملیات پيل کړي، چې تر مخه يې د پنجاب په ګډون د ملک په بېلا بېلو برخو کې هدفي کاروایانې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG