د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې ځانمرګي برید ۶۰ کسان وژلي


د شام الباب ښار ته نږدې په یو کلي کې ځانمرګي برید برید لږ تر لږه ۶۰ کسان وژلي دي.

د دې برید ذمه واري د اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې ده.

دا حمله د جمعې په ورځ له هغې څو ساعته وروسته وشوه چې د ترکیې ملاتړ لرونکو یاغیانو د داعش له وسله والې ډلې د دې ستراتیژیک ښار د بیرته نیولو اعلان وکړ.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې ( داعش) په انیټرنیټ کې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی یو ځانوژونکي بریدګر د ترکیې ځواکونو او هغو کسانو په منځ کې چې داعش یې مرتد بولي په چاودیدونکو موادو بار موټر چولی دی.

سیمه ایزو سرچینو او د شام د بشري حقونو د څار لندن میشتې ډلې راپور ورکړی چې چاودنه د الباب ښار په اته کیلومترۍ کې د یاغیانو د تالاشۍ له یوې پوستې سره نږدې شوې ده. دوی وايي په برید کې وژل شوي ډېر ولسي وګړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG