د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکیه کې یو شمیر مشکوک وسله وال نیول شوي


ترکي وایي په استنبول کې په مختلفو چاپو کې یې د اسلامي دولت ګڼ مشکوکه وسله وال نیولي دي.

ترکي میډیا د چارواکو لخوا لیکي پولیسو د سېشنبې په ورځ شاوخوا ۴۱ چاپې وهلې دي چې پکې یې ځینې نور مواد هم نیولي دي چې له دغه ډلې سره تړاو لري.

د دغو نیولو شوو کسانو د پیژندګلو په اړه څه تفصیل نه دی ورکړل شوی. په تېرو دوو کالونو کې په ترکي کې د ناامنیو دشپږو پیښو تور په اسلامي دولت ډلې اچول شوی دی، په دغو پیښو کې زیاتره ولسي کسان په نښه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG