د افغانستان د کرکټ دوه لوبغاړي د هند ای پي اېل «IPL» سیالیو ته وپېرل شول.
د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې د هندوستان د غوره لیګ سیالیو بولۍ په هند کې روانه ده چې تر دې مهاله د افغانستان له درېیو لوبغاړو څخه دوهيې اخیستل شوي چې راشد ارمان په ۴۰۰ لکه هندي کلدارو او نبي عیسی خېل ۳۰ لکه هندي کلدارو د سن رایزر حیدراباد لوبډلې پېرلي دي.
د «ای پي اېل» سیالیو د بولۍ لپاره د افغانستان څخه پنځه لوبغاړي، راشد ارمان، نبي عیساخېل، شهزاد محمدي، دولت ځدراڼ او اصغر ستانکزی د افغانستان د کرکټ بورډ لهخوا معرفي شوي ول.