د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم او چمن لارې لا هم بندې دي


د پاکستان او افغانستان تر منځ تورخم او چمن لارې په دريمه ورځ هم بندې دي. دواړوو خواوو ته د تجارانو ګاډي ولاړ دي. د خيبر انتظاميې چارواکي وايي يوازې هغه افغانان پريږدي چې پاکستان کې يې څوک وفات شوی وي او مړي يې افغانستان ته وړل کيږي.

پاکستاني ځواکونو دا لارې په سند کې د لال شهباز قلندر پر مزار د تیر زیارتد ورځې تر بريد وروسته وتړلې. دې حمله کې ۷۷ کسان وژل شوي وو او زمه واري يې داعش وسله والې ډلې منلې وه. د پاکستان پوځ ويلي چې د ډيورنډ کرښې سره نيزدي يې د وسله والو مرکزونه په نښه کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG