د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په کابل کې ځانمرګی برید وغانده


د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د سېشنبې په ورځ ناوخته په واشنګټن کې وویل د امریکا د ملي امنیت سلاکار له خپل افغان سیال سره په دې اړه خبرې کړې دي.

شان سپایسر وویل( موږ دا بزدلانه برید په سختو ټکو غندو او د افغان ځواکونو بیړنۍ غبرګون ستایوو.موږ له افغان حکومت سره د ملاتړ کولو بیا ژمنه کوو چې د امن د دښمنانو په وړاندې د خپل ولس ساتنه کوي)

افغان ولسمشراشرف غني هم دا برید غندلی دی او دا يې د بشریت د دښمنانو عمل بللی دی.

په کابل کې د افغانستان پر ستره محکمه په دې برید کې لږ تر لږه۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ژوبل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG