د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې چاودنه: دوه عسکرو او یو لاروی ژوبل


د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې یوې بمي چاودنې د دوو سرحدي عسکرو په ګډون درې کسان ټپیان کړي دي. چادونه تر یوه پله لاندې په ریمورټ کنټرول شوې ده. د پېښې ټپیان روغتون ته رسول شوي چې ډاکټرانو یې وضع ښه بیانوي.

د چمن پولیسو مشرساجد خان مومند مشال راډیو ته وویل د نهې/سېشنبې ګهیځ دغه چادونه هله وشوه چې پر روغاني سړک د سرحدي عسکرو د ګزمې یو موټر د اېف سي کلا ته روان وو. د چاودنې له امله د اېف سي ګاډي، او یوې رکشې ته هم زیان اوښتی دی.

پولیسو دمګړۍ د چاودنې هېڅ ککړ تن نه دی نیولی خو د ناڅرګندو کسانو پرضد یې مقدمه کښلې ده. تر اوسه هېڅ یوې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG