د لاسرسي ځای

تازه خبر

نتنیاهو: ټرمپ به د ایران ګواښ په اړه چوپتیا ماته کړي


اسراییلی وزیراعظم بېنیامین نتنیاهو وايي، هیله من دی چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتخاب به د یهودانو هېواد او اتباعو پر ضد د ایران ګواښونو په اړه د نړۍ ((کڼوونکي چوپتیا)) ختمه کړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یروشلم کې ډېپلوماټانو ته په وینا کې وویل، پر داسې وخت چې هرې خوا ته یهود دښمني په زیاتېدو ده خو یوازې د ایران مشران د یهودانو پر نابودولو ټینګار کوي.

ده وویل، له یهودانو او د هغوی له دولته د کرکې تر ټولو لوی خطر له ختیځ یعنې ایرانه ورپېښ دی. د هغه په خبره ایراني مشران تل وايي چې هر اسراییلی باید ختم کړل شي او دا چې په نړیواله توګه د دې پر وړاندې غبرګون ((بشپړه چوپتیا)) ده.

نتنیاهو وویل، باوري دی چې دا هر څه به بدل شي ځکه چې څو ورځې مخکې یې له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ایراني تېري په اړه خبرې وکړې. ده وویل، ټرمپ هم د اسراییلو ورانولو په اړه د ایران هوډ خبره وکړه. ټرمپ په انتخاباتي کیمپېن کې ژمنه کړې وه چې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره به د ایران اټومي تړون لغوه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG