د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي ځواکونه په موصل کې د پرمختګ په حال کې دي


د عراق وزیراعظم حیدرالعبادي وايي عراقي ځواکونو د موصل په لویدېځ کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې خلاف کاروايي پیل کړې ده،د یادې سیمې ځینې برخې لا هم په بشپړ ډول د سختدریځې ډلې په ولکه کې دي.

د ښاغلي عبادي د سېشنبې په ورځ څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې عراقي ځواکونو د ( دجله سیند) په ختیځ کې په موصل دننه د اسلامي دولت وسله والې ډلې وروستي سنګرونه هم نیولي دي.

عراقي ځواکونه هوډ ښیي چې دوی به ډېر ژر د دجله د سیند ختیزې غاړې په بشپړه ډول ونیسي.

د امریکا په ملاتړ عراقي ځواکونو شاوخوا درې میاشتې وړاندې د موصل د نیولو لپاره د اسلامي دولت وسله والې له ډلې سره جګړه پيل کړې وه.

اټکل کېږي چې د موصل په لویدیځ کې جګړه به هم د موصل د جګړې په څېر پېچلې او ورو وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG