د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور۲۸۶ کسان نیول شوي


د کابل امنیه قوماندان وايي چې په تېرو شااو خوا شلو ورځو کې په کابل ښار کې۲۸۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تورنیول شوي دي.

عبدالرحمن رحیمي نن د سېشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې ۲۱ تنه د قتل،۷۶ د غلاوو او پاتې نور د قاچاق او د بېلابېلو نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.

رحیمي زیاتوي له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي موادو هم ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ښاریانو له وسله والو غلاو څخه شکایتونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG