د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د پي اې ای د الوتکې پرېوتو سبب مو نه دی موندلی”


د پاکستان ملکي الوت اداره وايي، د ډېسېمبر پر اوومه له اېبټ اباد سره د الوتکې پرېوتو اصلي وجه یې نه ده موندلې.

د دې ادارې یوه مشر عرفان الاهي تېر مازیګر د سېنېټ کمېټۍ اورېدنې ته وویل، دوی د الوتکې د توربکس شننه یا تجزیه وکړه او معلومه شوه چې الوتکه له چتراله والوته نو دواړو انجنونو یې د ده په وینا، ((۱۰۰ فیصده)) سم کار کاوه.

ده وویل، له تور بکسه تر لاسه شوي معلومات ښيي چې ((تر پېښې مخکې د الوتکې د ناستې هېڅ هڅه نه وه شوې.)) الاهي وايي، د دوی پلټونکي د دې معلومولو هڅه کوي چې د الوتکې یو انجن سم کار کاوه، نو بیا ولې دا د پېښې ښکاره شوه.

ده وویل، پر ۴ بجو او ۱۲ دقیقو یا منټونو پیلوټ د کنټرول له خونې سره خبرې وکړې او غږ یې ارام وو.

تر دې دوه منټه وروسته پیلوټ خبر ورکړ چې د الوتکې یو انجن کار پریښی او بیا پر ۴ بجو او ۱۷ منټو الوتکې خپله لار بدله کړه او د کنټرول له خونې سره یې رابطه پرې شوه.

په هغه پېښه کې په الوتکه کې سپاره ټول ۴۷ کسان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG