د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې وژل شوي اماراتي ډیپلوماتان خاورو ته سپارل کېږي


ټاکل شوې ده چې متحده عرب امارات به نن( پنجشنبه) د خپلو هغو پنځو ډیپلوماټانو مړي خاورو ته وسپاري چې په کندهار کې په یوه چاودنه کې وژل شوي وو.

د دې پنځو ډیپلوماټانو مړي د چارشنبې په ماښام په یو ځانګړي پرواز کې له کابله ابوظبۍ ته یووړل شول.

متحده عرب اماراتو د دې پنځو ډیپلوماټانو پر وژل کېدو له چارشنبې څخه درې ورځنی ملي ویر اعلان کړی دی او په ټوله نړۍ کې به د دې هیواد بېرغونه نیم ځوړند وي.

د دوبۍ امیر او د متحده عربي اماراتو وزیراعظم شیخ محمد بن رشید المکتوم پر خپله ټویټر پاڼه په کندهار کې شوې چاودونه غندلې ده.

هغه لیکلي چې د بې ګناه انسانانو د وژنې لپاره هېڅ ډول انساني او اسلامي جواز نشته.

د سېشنبې په ورځ شوي دې برید کې د کندهار د مرستیال والي په ګډون ټول ی۱۱ کسان ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG