د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګېلا مېرېکل: د رد شویو پناه غوښتونکو د ستنېدو لړۍ دې چټکه شي


د جرمني وزیر اعظمې انګېلا مېرېکل د مهاجرت او د پناه غوښتونکو له اړوندو چارواکو وغوښتل چې د رد شویو پناه غوښتونکو د ستنېدو لرۍ چټک کړي.

مېرمن مېرېکل د دوشنبې په ورځ وویل، تجربې ښيي چې چارواکي ډېر ژر پرېکړه کولای شي چې ایا پناه غوښتونکي په جرمني کې پاتې کېدای شي او که خپل هېواد یې پوره خوندي دی چې بېرته ورولېږل شي.

مېرېکل چې د ملکي مامورینو کنفرانس ته خبرې کولې، همداراز ژمنه وکړه چې خپلو هېوادونو ته د رد شویو پناه غوښتونکو د لېږلو لپاره به په ملي سویه هلې ځلې وکړي.

دې یادونه وکړه چې دا ډول هلې ځلې یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې د رد شویو پناه غوښتونکو له هېوادونو سره د هغوی د بېرته لېږلو په اړه خبرې وشي.

په جرمني کې وروسته له دې د پناه غوښتونکو د ایستلو او په خپله خوښه ستنولو موضوع جدي شوه چې د ډسمبر په ۱۹مه په برلین کې خونړی ترورېستي برید وشو.

جرمني د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که د رد شویو پناه غوښتونکو هېوادونه د خپلو اتباعو منلو ته حاضر نه‌شول، انکشافي مرستې به پرې بندې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG