د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د یوې وسله والې ډلې لسګونه غړي وژل شوي


فعالین وايي د شام په ( ادلیب ) صوبه کې د هوايي بریدونو له وجې د یوې پیاوړې وسله والې ډلې چې پخوا د ( النصره فرنټ ) په نوم پېژندل کېده لږ تر لږه ۲۵ غړي وژل شوي دي.

د شام د بشري حقونو د څار اداره چې په لندن کې مېشته ده وايي، دا څرګنده نه ده چې د نوموړې ډلې خلاف دا برید به د روسیې که د امریکا په مشرۍ کې د ایتلافي طیارو لخوا ترسره شوی وي.

یاده اداره وايي د وژلو شویو په منځ کې د جبهه فتح الشام ډلې مخکښ مشران هم شامل دي، نوموړې ډلې تېر کال خپل نوم بدل کړی او القاعده یې پریکون اعلان کړی و.

روسیه او ترکیه وايي جبهه فتح الشام په شام کې د اوربند په هغه تړون کې شامله نه ده چې مسکو او انقرې په هڅو رامنځ ته شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG