د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین پر روسیې د انټرنېټې جګړې تور پورې کړ


اوکرایني ولسمشر پېترو پوروشېنکو ویلي، روسیو استخباراتي ادارو د ده هېواد پر ضد انټرنېټي جګړه پیل کړې او په تېرو دوو میاشتو کې یې پر اوکراینيو دولتي ادارو شاوخوا ۶۵۰۰ بریدونه کړي دي.

پوروشېنکو بېګا وویل، یوازې روانه میاشت د اوکراین د مالي چارو او دفاع پر وزارتونو او د دولت پر هغې خزانې انټرنېټي حملې شوې دي چې حکومتي ادارو ته پیسې ورکوي.

په یوې مشکوکه انټرنېټي حمله کې د کییف د برېښناکوټ یوه برخه ناکاره کړل شوه چې له کبله یې د پلازمېنې په ځېنو برخو کې بجلي لاړه.

ده وویل، ((د یو شمېر پېښو پلټنې ښيي چې په مستقیم یا نامستقیم ډول، روسیو استخباراتي ادارو، د ده د هېواد پر وړاندې انټرنېټي جګړه پیل کړې.)) پوروشېنکو د ملي امنیت او دفاع پر شورا ټینګار وکړ چې حفاظتي اقدامات دې وکړي. روسیې د نوموړي تورونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG