د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په کريسمس کې د ترهګرو بریدونو خبرداری وړکړی


امریکايي چارواکو د کریسمس د رخصتیو د پیل پر مهال په کور دننه او بهر د ترهګرو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مصر او اردن کې د اسلامپالو افراطیانو له خوا په خلکو د حملو او په ځانګړې توګه د غربیانو د هدف ګرځولو په اړه خبرداری ورکړی خو خپلو اتباعو ته یې په کور دننه هم سپارښتنه کړې چې د کریسمس یا د حضرت عیسی د زوکړې په مناسبت د عیسویانو د اختر او نوي کال په درشل کې د رخصتیو پر وخت دې په ځان پام ولري.

اخوا د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې «اف. بي. ای» ویلي چې د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو په امریکا کې د ځینو کلیساوو د هدف ګرځولو ګواښ کړی دی او باید امنیتي ځواکونه او عام خلک د دغه ګواښ په خاطر جدي پام ولري.

XS
SM
MD
LG