د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۶م کې د خبریالانو وژنې پېښې کمې وې


د خبریالانو د ژغورنې سازمان کمیټي ټو پروټکټ جرنالسټ په خپل یو رپوټ کې وایې سږ کال په ټوله نړۍ کې د خپل کار له وجې د خبریالانو د وژنو شمیره ټیټه شوې ده،خو د هغو خبریالانو وژنې زیاتې شوې دي چې په ناارامو سیمو کې کار کوي او یا د هغې په اړه خبرونه جوړوي. د خبریالانو د ژغورنې امریکا میشتي ادارې نن په یو راپور کې ویلي، سږ کال د دسمبر د ۱۵ نیټې پورې په ټوله نړۍ کې د خپل کار په وخت لږ تر لږه ۴۸ خبریالان وژل شوې دي.تېر کال دغه شمېره ۷۲ وه.

سازمان وایي د روان کال حالاتو ته په کتو سره د یو فوټو ګرافر کار تر ټولو سخت وو، او زیاتره فوټوګرافران د عکسونو او یا ویډیو جوړولو پر وخت په نښه شوي دي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي د څه ۲۷ خبریالانو د وژنې د پلټنو رپوټونه لا هم سر ته نه دي رسیدلې ، چې دا مالومه شي ایا دغه خبریالان د خپل کار له وجې په نښه شوي دي او که نه.

د دې سازمان مشر جول سایمن وایې دا یوه ښه خبره ده، چې سږ کال خبریالانو ته په مرګ ژوبله کې کمی راغلی دی، خو زیاتوي په هغو سیمو کې چیرته چې جګړه روانه ده او نا امني ده، د خبریالانو په وژنه کې ډیر زیاتوالی راغلی دی. په دغو کې ځینې خبریالان د سیاسي ناامنیو او خرابو حالاتو په اړه د خبر ورکولو په سر ووژل شول. په پاکستان کې د ډان نیوز او اج ټیلیویژن کیمره مینان په اګست میاشت کې په کوټه کې په ترهګر برید کې ووژل شول. په دغه حمله کې څه نا څه ۷۰ کسان وژل شوي وو، چې زیاتره پکې وکیلان وو. دغه برید د کوټې په سول روغتون شوی وو، دغلته وکیلان د خپل یو ملګري د وژنې په اړه راټول شوي وو.

د سي پي جي د رپوټ له مخې سږ کال شام هم د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خطر ناک هېواد وو، په دغه هېواد کې د خبریالانو لپاره کار کول سخت ګران شوی دې.

په تیرو پنځو کالونو کې په شام کې ۱۰۷ خبریالان وژل شوي دي. دغه رپوټ دا هم وایې سږ کال د داعش پشمول یو شمیر وسلوالې ډلې د زیاترو خبریالانو په وژنه کې لاس لري. په دغو وژل شوو خبریالانو کې ۹۰ فیصده ځایې خبریالان وو، او څه نا څه ۲۰فیصده بیا ازاد خبریالان وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG