د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: د واده پر برخوالو د لاسي بم برید کې یو ماشوم مړ ګڼ ژوبل


په خیبر ایجنسۍ کې پر یوه حجره برید شوې چې پکې یو ماشوم وژل شوی او نهه تنه زخمیان شوې دي.

د جمرود پولیټیکل تاسیلدار شکیل برکي بیګا ناوخته مشال راډیو ته وویل، بېګا شپه د جمرود په غاړیزه سیمه کې په یوه حجره کې د واده وراباڼي یا برخوال راټول ول چې ناڅاپه پری ناملومه کسانو لاسي بم وغورځولو او دا پېښه رامنځ ته شوه.

د پېښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG