د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په مشرتابه کې نوې ګمارنې


د پاکستان پوځ پر مهمو څوکیو تبادلې او ګمارنې شوي دي او د کراچۍ پخوانی کور کمانډر لېفټینېنټ جنرل نويد مختار د ای اېس ای نوی مشر ټاکل شوی دی.

په اتوار د پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار په خپل یوه بیان کې ويلي دي چې په کراچۍ کې د رېنجرو مشر لېفټینېنټ جنرل بلال اکبر چيف اف جنرل سټاف او د ای اېس ای مشر رضوان اختر د نېشنل ډيفنس يونيورسټۍ صدر ټاکل شوی دی.

د بيان ترمخه د ای اېس پي آر ډايرېکټر ليفټینېنټ جنرل عاصم سليم باجوه په جي اېچ کيو کې اینسپېکټر جنرل ارمز ټاکل شوی دی، نوموړی له ۲۰۱۲ راهیسې د ای اېس پي آر د مشر په څوکۍ وو.

د پېښور کور کمانډر لېفټینېنټ جنرل هدايت الرحمان ته په جي اېچ کيو کې انسپکټر جنرل ټرېننګ او ايوېلواېشن عهده ورکړې شوه او د نېشنل ډيفنس يونيورسټۍ مشر لېفټینېنټ جنرل نذير بټ د پېښور نوی کور کمانډر ټاکل شوی دی.

د ذکر ده چې تېره اونۍ د پاکستان پوځ اووه (۷) مېجر جنرالز له د لېفټینېنټ جنرالز په چوکو ترقي ورکړې شوې وه چې پکې لېفټینېنټ جنرل همايو عزيز انسپکټر جنرل کميونيکېشن او ای ټي او لېفټینېنټ جنرل قاضي اکرام په جي اېچ کيو کې چيف آف لاجسټک سټاف وګمارل شو.

له دې علاوه لېفټینېنټ جنرل شيرافګن کور کمانډر بهاولپور او لېفټینېنټ جنرل محمد افضل ډي جي اېف ډبليو او وګمارل شو.

د يادونې ده چې د جنرل قمر جاوېد باجوه د لوی درستیز څوکۍ سمبالولو ورستو په پوځ کې په لويه کچه ګمارنې او تبادلې روانې دي. تر دې وړاندې لېفټینېنټ جنرل نديم رضا د پوځ تر ټولو لوی لسم کور کمانډر ټاکل شوی وو.

XS
SM
MD
LG