د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان تش یو کال کراري ته پرېږدئ'


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي هېواد یې له هېچا خیرات او صدقه نه غواړي خو له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ولسمشر غني د چارشنبې ورځ کار موندنې ته د ځوانانو هڅونې د یوه کمپاین پیلولو مراسمو کې د پاکستان پنځه سوه ملیونه ډالرو مرستې ته په اشاره وویل، افغانستان له هېچا صدقه نه غواړي، یو کال مو دې پرېږدې که مو پنځه سوه میلیونه ډالر په خپله پیدا نه کړل نولاسونه مو راپرېکړی.

افغا ولسمشر تر دې وړاندې په هند کې د اسیا زړه شپیږم کنفرانس کې هم د پاکستان د ۵۰۰ میلونو ډالرو د مرستې ژمنه چې د بروکسل په غونډه کې يې کړې وه رد کړې او له پاکستانه یې وغوښتل چې دغه پیسې دې په خپل هېواد کې د ترهګرو د ځپلو لپاره ولګوي.

XS
SM
MD
LG