د ترکیې په جنوبي ښار ادانه Adana کې د پنجشنبې په ورځ د یوې حکومتي ودانۍ مخې ته موټربم چاودنې لږ تر لږه دوه تنه وژلي او ۱۶ نوریې ټپیان کړي دي.
د ادانه والي محمود دیمیرتاس انادولیا دولتي خبري آژانس وویل چې دا ښایي ځانمرګی برید وي چې یوې ښځې به ترسره کړی وي.
دیمیرتاس وویل، چاودنه د ده د دفتر دروازې ته نژدې شوې ده.
د اروپایي ټولنې د چارو لپاره د ترکیې وزیرعمر چیلیک دغه چاودنه یوه ترهګره حمله بللې ده.
تراوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلی.