د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي چې د انتخاباتي کمیسیونو لپاره نوي کمیشنران به ډېر زر اعلان کړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال نن له مشال راډیو سره په خبرو کې که څه هم دقیقه نېټه ونښوده خو ویې ویل چې د غوراوي چارې ټولې بشپړې شوې دي.
د ارګ ماڼۍ په داسې حال دا څرګندونې کوي چې وړاندې ځینو مدني فعالانو ددغې پروسې د شفافیت په اړه اندیښه ښودلې وه.