د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اوباما یونان ته ولاړ


د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د ولسمشر په توګه د خپل وروستي بهرني سفر په لومړي ګام کې یونان ته رسېدلی دی.

اوباما به نن (سېشنبه) د ورځې په وروستیو کې د یونان له ولسمشر پروکوپیس پاولو پولوس او صدراعظم الکسیس څیپراس سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې نوموړی سبا د ډیموکراسۍ او جهانتوب (ګلوبلایزېشن) په اړه وینا وکړي او وروسته به برلین ته ولاړ شي.

د اوباما له لوري د اتېنز دوه ورځنۍ کتنې پر مهال د دې ښار په واټونو کې تر پنځو زره زیات پولیس ګمارل شوی دی او د دې ترڅنګ لویې لارې تړل شوي او د ښارپه مرکزي برخو کې پر ولسي غونډو بندیز لګول شوی دی.

کیڼ اړخو او انارشیستو ډلو یونان ته د اوباما سفر په ترڅ کې احتجاجي مظاهرې پلان کړي دي.

اوباما به له جرمني وروسته پیرو ته ولاړ شي او د اسیاء پېسیفیک اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې به ګډون وکړي.

نوموړی د نومبر په ۱۹مه بېرته واشنګټن ته ستنېږي.

ویل کېږي چې د اوباما پر دغه سفر به د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه اندیښنې سیورۍ وغوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG