د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي جرګې د مخابراتو وزیر لرې کړ


د افغانستان ولسي جرګې نن(سېشنبه) هم د کابینې له څلورو استیضاح شویو وزیرانو درېوو ته د تایید او یوه ته یې د رد رایه ورکړه.

د کرنې وزیر اسد الله ضمیر، د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني او له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي د نن ورځې په غونډه کې بریالي خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي د جرګې له خوا رد شو.

په تېرو څلورو ورځو کې ولسي جرګې ۱۳ وزیران د پراختیایې بودجې د نه مصرفولو په خاطر استیضاح کړل چې له دې ډلې اووه یې د جرګې له خوا سلب صلاحیت شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG