د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: په دوو ځانمرګو بریدونو کې اته کسان وژل شوي


د عراق په فلوجه ښار کې په دوو بېلا بېلو ځانمرګو بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او شل تنه نور ژوبل شوي دي.

د رپوټونو له مخې بریدګرو چاودیدونکي مواد په دوو موټرو کې ایښودي وو چې په فلوجه کې یې پرې د پولیسو دوه پوستې په نښه کړې.

دا دواړه بریدونه د دې ښار په مرکز کې ترسره شوي دي.

د جون د میاشتې راهیسې چې عراقي ځواکونو د فلوجې ښار بیرته له داعش وسله والو ونیوه دا لومړی ځل دی چې په دې پکې بریدونه کېږي.

پروني بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د عراق حکومتي ځواکونو له کردي پیش مرګه ځواکونو او شییعه ملیشاو سره یو ځای د داعش له وسله والې ډلې د موصل د نیولو عملیات چټک کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG