د لاسرسي ځای

تازه خبر

جهانې نومیاتې شربت ګلې ته د ۱۵ ورځو بند سزا وارول شوه


د جاذبو سترګو نړیوال شهرت لرونکې شربت ګلې ته د پېښور یوه خصوصي عدالت د پنځلس ورځو د بند او یو لک لس زره روپۍ جرمانې پرېکولو سزا اورلې ده.

د شربت ګلې مدافع وکیل محسن داوړ مشال راډيو ته وویل، د دې موکلې خپله ګرمتیا ومنله چې په غبرګون کې ورته عدالت خپله پرېکړه واوروله.

تېرې شورو/چارشنبې ورځ (۳۰م اکټوبر) د پېښور اېف ای اې دفتر سرچينو خبر ورکړ چې، افغان کډواله شربت ګله يې د جعلي شناختي کارډ لرلو په تور نیولې ده.

د یاد دفتر سر چينو مشال راډيو ته وويل چې شربت ګله يې د پيښور له نوتيې سيمې په دې تور نیولې چې خپل او د خپلو دوو زامنو لپاره یې د پاکستان جعلي شناختي کارډونه جوړ کړي ول او د دغه تور له کبله یې پر هغې تر ۴۱۹ او ۴۲۰ دفعې لاندې مقدمه درج کړې وه.

شربت ګلې هله په ۱۲ کلنۍ کې د خپلو شنو راښکوونکیو سترګو له کبله نړیواله پېژندګلو ومونده چې په ۱۹۸۵ م کال کې د نېشنل جیوګرافیک ګڼې پر خپله مخپاڼه د هغې یو عکس خپور کړی وو.

د هغې دغه تصویر په پېښور کې د افغان کډوالو په ناصرباغ پنډغالي کې د نېشنل جیوګرافیک یوه فوټوګرافر سټیو مککري اېستلی وو.

د سږني کال په فېبرورۍ مياشت کې پاکستانيو رسنيو یو خبر ورکړی وو چې "نادرا" شربت ګلې او د هغې دوو زامنو ته شناختي کارډونه ورکړي دي، چې په اړه یې وروستو اېف ای اې پلټنې پيل کړې.

په پېښور کې د شربت ګلې نیونې نړیوال غبرګون راپارولی وو. د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشری حقونو ګڼو فعالانو پر پاکستان سرکار غږ وکړ چې دا دې خوشې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG