د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپین بولدک: افغان او پاکستانیو ملېشو پر یو بل ډزې کړې


د کندهار په سپین بولدک کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستانۍ ملېشې تر منځ نښته شوې ده.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني بېګا مشال راډیو ته وویل، نښته تېر مازیګر (چارشنبه) د سپین بولدک په امروت سیمه کې هغه مهال شوې چې د ده په وینا، پاکستانیو ملېشه ځواکونو د وسله والو په دفاع پر افغان سرحدي پولیسو د درنو وسلو برید وکړ.

درانی وايي، نښته تر یو نیم ساعت روانه وه چې پکې د ده په وینا، افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. پاکستانیو ځواکونو لا د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG