د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشرۍ کاندیدانو وروستۍ مناظره


د امریکا په صدارتي انتخاباتو کې د ډیموکریټ ګوند د کاندیدې هیلري کلنټن او د ریپبلکن ګوند د کاندید ډونلډ ټرمپ تر مینځ د انتخاباتي کمپاین دریمه او اخیري مباحثه نن(پنجشنبه) د امریکا نواډا ریاست د لاس ویګاس ښار په یو پوهنتون کې وشوه.

له واشنګټنه زموږ همکار راپور راکوي چې په دې بحث کې په شپږو غټو موضوعاتو خبرې وشوې.

په دې موضوعاتو کې په امریکا کې د وسلو په اړه قانون، امریکا ته د خلکو مهاجرت، د پولو امنیت، او د امریکا اقتصاد مهم وو.

په دې بحث کې دواړو کاندیدانو د امریکا د بهرنیو چارو د پالیسۍ په اړه په یو بل نیوکې هم وکړی.

په بهرنیو چارو کې دواړو کاندیدانو د شام او افغانستان په امنیتي وضع او په دغه اړه د امریکا په پالیسیو خبرې وکړی او د خپل خپل ګوند دریز يې روښانه کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG