د لاسرسي ځای

تازه خبر

عزیز: پاکستان نه وسله وال روزي او نه پناه ورکړي


په بهرنیو چارو کې د پاکستان وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز
په بهرنیو چارو کې د پاکستان وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز

په بهرنیو چارو کې د پاکستان وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز د هند وزیراعظم هغه بیان رد کړی دی چې پکې نوموړي پاکستان د وسله والو پیداکونکي هېواد په توګه یاد کړی دی.

د پاکستان خارجه چارو وزارت بیګا په جاري شوې یوه خبرپاڼه کې د سرتاج عزیز په حواله ویل شوي دي چې د پاکستان په خاوره د هند لاسوهنه ثابته شوې او وزیراعظم نریندر مودي په کشمیر کې د هندي ځواکونو د ظلمونو پټولو لپاره داسې بیانونه ورکوي.

د اتوار په ورځ په ګووا کې د بریکس غونډې پر مهال د هند وزیراعظم نریندر مودي ویلي ول، چې د هند یو ګاونډی هېواد نه یواځې وسله والو ته پناه ورکوي بلکې د وسله والو روزنه هم کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG