د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په لښکرګاه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي"


د هلمند چارواکي وايي، وسله‎والو طالبانو ته یې د لښکرګاه ښار پر درېیمه حوزه د برید پر مهال درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وسله‎والو په چارشنبه د لښکرګاه په لوېدیځه برخه کې د دریمې حوزې پر بولان سیمه درنې حملې وکړې او ځینې سیمې یې ونیولې خو د هلمند والي وايي، ډېری سیمې یې له طالبانو بېرته نیولي دي.

حیات الله حیات مشال راډیو ته وویل، د طالبانو مرمۍ اوس لښکرګاه ته نه رسېږي او ځکه پر ښار توغندي ولي.

ښاغلي حیات زیاته کړه:

"اوس یوازینی غیرانساني تکتیک چې دښمن د ماینونو اېښودلو او د خلکو له کورونو د کار اخېستو ترڅنګ کار ترې اخلي، دا دی چې له ډېر لېرې واټنه پر ښار توغندي ولي."

هغه وویل، افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په جګړو کې ۸۵ وسله‎والو طالبان وژلي دي.

د هلمند والي د افغان سرتېرو د تلفاتو په اړه وویل، د محلي پولیسو یو قوماندان او شپږ سرتېري د طالبانو په ځانمرګي برید کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG