د لاسرسي ځای

تازه خبر

جوزجان کې د داعش وسله وال وژل شوي


د جوزجان چارواکي وایي، په درزآب ولسوالۍ کې د داعش څلور جګړه مار وژل شوي دي او دوه تنه یې ټپان دي.

د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوري مشال راډيو ته وویل چې دغه جګړه مار بېګا شپه د ظفر۱۰ په نوم عملیاتو کې و وژل شول.

اخوا د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني آزادی راډیو ته وویل چې لسګونه وسله وال په دغه ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو او قومي مشرانو په منځګړیتوب له دولت سره یو ځای شول.

د ښاغلي اماني په خبره دا مهال د سرپل په دریو ولسوالیو کې له وسله والو مخالفینو سره جګړه روانه ده.

د یو بل خبر له مخې د فاریاب د والي ویاند عبدالکریم یورش نن ازادی راډیو ته وویل چې د غورماچ ولسوالۍ پر ودانۍ د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ تر سختې جګړې وروسته نن سېشنبه ګهیځ وختي امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ له وداني و وتل او په یوې بلې پوځي اډې کې ځای پر ځای شول. ښاغلی یورش وایې، د دغې ودانۍ د نیولو هڅې دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG