د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کنټرول کرښه بیا ډزې


خبري سرچینې وايي، د کشمیر په شمال کې بېګا شپه وسله والو د هندي پوځ پر يوه کېمپ په بريد کې يو هندی سرتېری وژلی او يو يې ژوبل کړیدی.

رويټرز خبري اژانس وايي بېګا شپه نژدې لس ـــ نيمې بجې لږ تر لږه شپږ وسله والو د هند تر انتظام لاندې کشمير په بارموله سيمه کې پر پوځي کېمپ بريد وکړ او د دواړو خواو ترمنځ د ډزو تبادله هم شوې ده. پاکستان له هم پر دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا له هند سر د اوسني رامنځ ته شوي زیاتېدونکي تاوتريخوالي پر موضوع د یکشنبې په ورځ د پاکستان وزيراعظم په مشرۍ یوه ټول ــ ګونديزه غونډه وربللې ده.

بلخوا د پاکستاني وزيراعظم د دفتر يوه چارواکي نن مشال راډيو ته وويل چې له هند سره د تاؤ تريخوالي پر موضوع د پاکستاني وزيراعظم په مشرۍ وربلل شوې ټول - ګونديزه غونډه کې د پيپلز پارټۍ چیېرمېن بلاول بوټو زرداري، د تحريک انصاف مشر شاه محمود قريشي او د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په ګډون يو شمېر مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

دوه اونۍ مخکې د هند تر انتظام لاندې کشمير په اوړی سيمه کې د هندي پوځ پر يوه کېمپ په بريد کې نولس هندي پوځيان وژل شوي ول چې هند يې تور پر پاکستان پورې کوي خو پاکستان دغه تورنه ردوي. تر هغه بريد وروستو د پاکستان او هند اړيکې ډېرې زیاتې کړکېچنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG