د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي،د اچین پېښه څېړو


د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، دوی لا هم په اچین ولسوالي کې د هغې بمبارۍ څیړنې کوي چې د ملګرو ملتونو په وینا لږ تر لږه ۱۵ عام وګړي پکې وژل شوي دي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بېګا مشال راډیو ته وویل چې د دوی د لومړنۍ څیړنو له مخې د داعش پر وسلوالو سربیره په دې هوايي برید کې درې عام وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتریا یوناما ویلي وو چې په اچین کې په هوايي برید کې ۱۵ ولسي وګړې وژل شوي او ۱۳ نور ټپي شوي دي.

یاد دفتر د دې غندنه کړې وه او له بهرنیو او افغان ځواکونو یې په دې اړه د څیړنو غوښتنه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG