د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي،د سارک د سرمشریزې نېټه به ډېر ژر اعلان شي


دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یو خبرپاڼه کې کړې ده.

د دې سرمشریزې کوربتوب به نیپال کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې دوی په دې اړه د نیپال وزیراعظم ته حال ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې د سارک هیوادونو غونډه د نومبر پر نهمه او لسمه نېټه په اسلام اباد کې کېده خو د هند ، افغانستان او بنګله دېش د ګډون نه کولو له کبله ونه شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG