د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د "ښځې، سوله او امنيت" ورځ، ولمانځل شوه


د ختيځ زون د دولتي مسؤلينو، مدني ټولنو او د ښځو د فعالانو له‎خوا د لغمان والي او د ننګرهار ولایت مرستیال په ګډون، د ننګرهار ولایت د يوناما په سيمه ييز دفتر کې د "ښځې، سوله او امنيت" تر نامه لاندې نړيواله پرانېستې ورځ، ولمانځل شوه.

په جوړه شوې غونډه کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل، افغان دولت ژمن دی چې د ښځو د ژوند د ښه والي او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې لازم پروګرامونه پلي کړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر مرستيالې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې له اړوندو ادارو او قومي مشرانو او ديني عالمانو نه غوښتنه وکړه چې په‎دې برخه کې د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې ونډه واخلي.

د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال وويل، په لېرو پرتو سيمو کې د ښځينه ښوونکو نشتون هغه تشه ده چې دوی يې د حل هڅه کوي.

د پرانېستې ورځې په جوړه شوې غونډه کې ګډون‎والو په ډله ییزه بڼه د ښځو د وضعيت او پر وړاندې یې د شته ستونزو د هوارۍ په هدف بحثونه ترسره شول او په پای کې یې د يو پريکړه‎ليک په بڼه خپلې غوښتنې له دولتي ادارو سره شريکې کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG