د لاسرسي ځای

تازه خبر

کانګرس د امریکا د ولسمشر له پریکړې سره مخالفت وکړ


کانګرس د امریکا د ولسمشر له پریکړې سره مخالفت وکړ. د امریکا ولسمشر د کانګرس دا لایحه رد کړې وه چې د دوه زره لومړي کال د سېپټمبر د یوولسمې نېټې قربانیان دې د سعودي عربستان له حکومته تاوان وغواړي.

د ګانګرس دواړو خونو د چارشنبې په ورځ د اوباما له پریکړې سره مخالفت وکړ او دا د اوباما د ولسمشرۍ په نېږدې اتو کلونو کې لومړی ځل دی چې کانګرس د ده ویټو شوې پریکړه ردوي.

په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو د اوباما له پریکړې سره مخالفت وکړ، د دې دا مانا ده چې دا لایحه اوس په قانون بدله شوه.

دا پریکړه اوباما او په منځني ختیځ کې د هغه پیاوړي متحد سعودي عربستان ته یو سخت ګزار دی.

د امریکا د اساسي قانون له مخې ولسمشر د کانګرس هره لایحه ویټو کولای شي، خو سنا او د استازیو جرګې دا حق لري چې له درېیو د دوو برخو په تائید دا رد شوې لایحه هم په قانون بدله کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG